×

Jalal Yaqobi's video:

@د کابل فاحشه خانی
د کابل فاحشه خانې او مرموزه میلیوني سوداګري آیا کابل کې فاحشه خانې شته؟ څومره دي؟ څنګه دي؟ پلازمینه کابل کې دا مرموزه سوداګري څوک کوي؟ فاحشې انجونې د خپل کار په اړه څه وايي؟ رسا میډیا دا اوونۍ د هشدار نیوز او اطلس پریس په همکارۍ د کابل پر فاحشه خانو څېړنه کړې، راځئ دا ریپورټ تر پای وګورئ او په ګډه د پورته پوښتنو ځوابونه له موږ سره واورئ. که غواړئ ورته نورې ویډیوګانې هم وګورئ زموږ چینل درسره سبسکرایب کړئ. د افغان سنتي ټولنې مطلق اکثریت مسلمانان دي او د ډېر شمېر مواردو سره چې له اسلام سره په ټکر کې وي خلک جدي عکس العمل ښيې او پر وړاندې یې ټینګ ودرېږي. هشدار نیوز د مخدره توکو ترڅنګ د افغانستان په پلازمېنه کابل کې له یوې بلې سوداګرۍ پرده پورته کړې، چې دا د تن پلورنې یا فحاشۍ سوداګري ده. د فاحشه خانو مشتریان څوک دي؟ هشدار نیوز په کابل کې د یوې میداني څېړنې په ترڅ کې د کابل له ۳۵۰ تنه اوسیدونکو سره پدغه ولایت کې د فحاشۍ او جنسي سوداګرۍ په اړه خبرې کړي، چې پدغو ۳۵۰ تنو کې د ښځینه توکو پلورونکي، ټکسي چلوونکي، زنانه آرایشګرانې، محصلین او زده کوونکي دي. د کابل یو شمېر هټېوالو هشدار نیوز ته ویلي چې، هره ورځ ډېر شمېر انجونې او ښځې وینو چې د خرید په بهانه د جنسي مشتري په لټه شاپنګ سنټرونو او مارکېټونو کې سرګردانه ګرځي، پدغو فاحشه کارانو کې له پېغلو انجونې نیولې تر عمر خوړلو ښځو شتون لري. د دغو فاحشه کارانو مشتریان اکثریت نوي ځوانان دي، هغه ځوانان چې د فاحشې په لټه وي او فاحشه کارانې چې د مشتري په لټه وي ښه یو بل پېژني. کابل کې د دغې سوداګرۍ بیې او قیمتونه څو دي؟ ۱۹۷۷ م کال پیټر مک کبي په رویال اونټاریو ورځپاڼه کې یوه لیکنه خپره کړه چې، په یوه برخه کې یې لیکلي و: لس کاله وړاندې جنسي سوداګري شتون نه درلود. له ۱۹۷۰ تر ۱۹۷۷ م کلونو کې تن پلورنه د نړېوالې سوداګرۍ په توګه ومنل شوه. د یوې بهرنۍ رسنۍ د څېړنې له مخې چې، په کابل کې د دغې سوداګرۍ ارزښت میلیونونو ته رسیږي، له لوړې سویې چې اکثریت یې بهرني فاحشه کارانې تشکیلوي نیولې بیا تر ټیټې سویې چې اکثریت یې افغانان تشکیلوي په کابل کې فاحشه کاري شتون لري، په کابل کې د سړک غاړې فاحشه کارۍ نرخونه له (پنځه سوه) افغانیو شروع تر ۲۵۰۰ افغانیو رسیږي. رسا ته اکثریت مرکه کوونکو ویلي چې، د وکیلانو، سوداګرو او لویو خلکو زامن بیا پدغه لار کې ډيرې پیسې مصرفوي، د مرکه کوونکو په وینا چې پخوا به په عمر پاخه ښځو دغه کار کاوه خو اوس د دغو فاحشه کارانو یوه ډېره لویه برخه پېغلې انجونې چې عمرونه یې له ۱۴-۱۵ کلونو دي تشکیلوي. د یو شمېر امنیتي مسؤلینو په وینا چې، نه غواړي نومونه یې خپور شي وايي: په کابل کې د فاحشه ګرۍ سوداګري مخ په پرمختګ روانه ده، په یو شمېر پنځه ستوري هوټلونو او ځانګړو ځایونو کې له بهره انجونې او ښځې هم د دغې سوداګرۍ لپاره کابل ته راوستل کېږي. د معلوماتو له مخې چې، یوازې په هرات او مزار شریف کې ۱۰۴ فاحشه خانې فعالیت لري چې، د دغو فاحشه خانو اکثریت کارکوونکي ایراني انجونې دي، د دغې سوداګرۍ تر شا د تور بازار سوداګر او لوړ پوړي چارواکي دي. د یوې فاحشې ژوند! د کابل فاحشه خانو یوه کارکوونکې چې د نوم نه ښودلو په شرط هشدار نیوز سره خبرو کولو ته حاضره شوه د خپل ژوند کیسه داسې کوي: (۲۷ کاله عمر لرم او کورنۍ مې هم په بېوزلۍ کې ژوند کوي، په بېوزلۍ کې مې مکتب پای ته ورساوه، د کورنۍ تنګ لاسۍ له وجې اتلس کلنۍ کې کار کولو ته اړ شوم او په دوه کلونو کې په یوې جنسي کارګرې بدله شوم، تل مې یوازینۍ هیله همدا وه چې، کورنۍ مې له بېوزلۍ وژغورم او آرام ژوند ورته جوړ کړم، ښې پیسې مې وګټلې، د خپلو نویو ملګرو په مرسته مې وکولی شو، د پیسه دارو خلکو مجلسونو ته لار پیدا کړم. د هغوی د عیاشۍ محفلونو لپاره به مې ځان آرایش کاوه چې، د ویسکي او کنیاک بوتلونه یې وڅرخوم او ګیلاسونه یې تشیدو ته پرېنږدم. اوس هم همدا وضعیت دی.) فاحشه کاران څنګه مشتریان پیدا کوي؟ د کابل فاحشه کارانې د هغو سړکونو سره ولاړې وي چې ګڼه ګوڼه پکې کمه وي، دوی خپلو مشتریانو ته یو شمېر ځانګړي علائم لري او د دوی مشتریان هم له دغو علائمو سره بلد دي. دوی د سړکونو پر غاړه ودرېږي او له خپلو مشتریانو غواړي چې، دوی موټر ته پورته کړي. کله نا کله دستکول سر چپه پر غاړه کوي او یا پښې یې له یوې بلې سره لګولې ولاړې وي. دوی هره میاشت خپلې نښې او علائم بدلوي. ولې انجونې او ښځې فاحشه کارۍ ته اړ کيږي؟ د معلوماتو له مخې، ډېر شمېر انجونې او ښځې چې اوس مهال په کابل کې پر فاحشه کارۍ بوختې دي، په ایران او پاکستان کې کډوال ول او تازه هېواد ته راستانه شوي دي. د کابل هټیوالو په وینا چې اکثریت هغه انجونې او ښځې فاحشه کارۍ ته مخ کوي چې په تنګ لاسۍ او بېوزلۍ سره مخ دي. جنسي غریزه او په افغاني ټولنه کې د ځوانانو جنسي لوږه هم کېدای شي د دغې چارې یو له لویو عواملو څخه وي. که څه هم فاحشه ګري او جنسي سوداګري د افغانانو او په تېره بیا د اسلام مبارک دین له نظره ډېره غورځېدلې عمل دی، خو بیا هم د هېواد په پلازمېنه او یو شمېر لویو ښارونو کې دغه سوداګري ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې ده. که حکومت یې د یو منظم پلان له لارې مخه ونه نیسي دغه چاره به تر راتلونکو پنځو شپږو کلونو په یو لوی ناورین بدل شي. _Media_Kabul #کابل_فاحشه_خانه #کابل_انجونې

8

1
Jalal Yaqobi
Subscribers
1.5K
Total Post
53
Total Views
141.6K
Avg. Views
2.4K
View Profile
This video was published on 2020-02-19 09:01:11 GMT by @Jalal-Yaqobi on Youtube. Jalal Yaqobi has total 1.5K subscribers on Youtube and has a total of 53 video.This video has received 8 Likes which are lower than the average likes that Jalal Yaqobi gets . @Jalal-Yaqobi receives an average views of 2.4K per video on Youtube.This video has received 1 comments which are lower than the average comments that Jalal Yaqobi gets . Overall the views for this video was lower than the average for the profile.Jalal Yaqobi #Rasa_Media_Kabul #کابل_فاحشه_خانه #کابل_انجونې has been used frequently in this Post.

Other post by @Jalal Yaqobi